نواز شريف: د مخالفانو تر دباو لاندې به استعفا ورنکړي

0
11 views

نوازشریف وويل:د پاکستان خلقو د پینځو کالو لپاره د هغه دولت ته رای ورکړې ده چې وارمخکښی انتخابات به ترسره نه شی.

د استعفا لپاره د خپلو مخالفانو له غوښتنې سره د مقابلې لپاره د نوازشریف څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان پرون په اسلام آباد کښې وویل:ډیر ژر به نوازشریف د مالی فساد په خاطر له لومړی وزارته لیرې او بند ته واچول شی.

د پکستان د حکومت مخالفو ګوندونو هم نن د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره د مالی فساد په تور له لومړی وزارته د نوازشریف د استعفا غوښتنه کړی او څرګنده یې کړه:د لومړی وزیر مالی فساد تور د پاکستان نړیواله څیره داغی کړی او هغه باید استعفا ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here