د پاکستان جماعت الاحرار د ملګرو ملتو د ترهه ګرو ډلو په لېسټ شامل کړے شو

0
11 views

د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پاکستان د طالب ډلې یوه څانګه جماعت الاحرار نومې ډله د ترهه ګرو ډلو په لېسټ کښې شامله کړه.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزرات ویاند نفیس زکریا د ترهه ګرو ډلو په لېسټ کښې د جماعت الاحرار د نوم د شاملولو له فېصلې څخه په هرکلی سره وویل چې د امنیت شورا دغه اقدام د پاکستان په سپاړښتنه کړے دے.

جماعت الاحرار د طالب ډلې یوه څانګه ده چې په 2014 کال کښې داحسان ا… احسان مشرۍ له طالب ډلې بیله شوه او د پاکستان مذهبی اقلیتونو د پاکستانی فوځی او پولیسو ځواکونو او عامه خلقو په خلاف ګڼ شمېر عملیات کړی دی.

څو میاشتې مخکې د دغې ډلې سرغنه احسان  ا… احسان ځان د پاکستان امنیتی ځواکونو ته حواله کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here