راحيل شريف پاکستان ته راستون شو

0
15 views

د پاکستان د فوځ پخوانے قوماندان چې د سعودي خودساخته فوځي ائتلاف قومانداني يې په غاړه لرله پاکستان ته راستون شو.

د رپوټ له مخې راحيل شريف پرون له سعودي څخه د يوې خصوصي طيارې په ذريعې سره د پاکستان د پنجاب صوبې لاهور ښار ته راستون شو چې يو شمېر سعودي چارواکي هم ورسره وو.

راحيل شريف د تېر اپرېل د مياشتې په يويشتمه نېټه د يمن په جنګ کښې د سعودي د خودساخته فوځي ائتلاف د قوماندانۍ په غاړه اخېستلو لپاره رياض ته سفر کړے ؤ.

څه موده مخکې رسنيواعلان وکړ چې د پاکستان د فوځ دغه پخوانے قوماندان چې د سعودي د خودساخته فوځي ائتلاف قومانداني يې په غاړه لرله د استعفا ورکولو او هېواد ته د ستنېدو په لټه کښې دے.

ويل کيږي چې راحيل شريف په سعودي کښې د امريکې له حده زيات نفوذ څخه ناراضي ؤ او باوري دے چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه دغه ائتلاف د يمن د خلقو په خلاف جنګ کښې ماتې خوړلې ده.

د پاکستان خلق، شخصيتونه او د پارلېمانونو نمائندګان د يمن د خلقو په خلاف د ائتلاف له قوماندانۍ څخه د څنګته کېدو لپاره د راحيل شريف د استعفاء غوښتونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here