د افغانستان د ارزښتناکو خطي نسخو د سمولو لپاره له ايرانه د مرستې غوښتنه

0
16 views

د افغانستان د ملي آرشيف مشرې په دغه هېواد کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له کلتوري مرکزه وغوښتل چې د افغانستان د ارزښتناکو خطي نسخو د تصحيح کولو او مرمتولو لپاره فني مرستې د دغې ادارې په اختيار کښې ورکړي.

د افغانستان د ملي آرشيف مشرې مېرمن معصومه نظري نن له اېرنا سره په مرکه کښې وويل: د افغانستان د خطي نسخو د تصحيح او مرمتولو لپاره يې په دغه هېواد کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د کلتوري مرکز له مشر محمد رضا ملکي سره وړومبنۍ خبرې اترې کړې دي او دغه کلتوري مرکز هم د ملګرتيا لپاره خپل چمتووالے اعلان کړے دے.
مېرمن نظري د ارزښتناکو خطي نسخو په برخه کښې له ايران سره ملګرتيا ارزښتناکه وبلله او وې ويل د افغانستان په ملي آرشيف کښې ارزښتناک خطي اثار او مدارک موجو دي چې پېړۍ پېړۍ لرغونتوب لري او تصحيح او مرمت ته اړمن دي.
دواړو خواو همدارنګ په دې برخه کښې د خاصو روزنو او زدکړو لپاره ايران ته د افغانستان د آرشيف د ادارې د کارمندانو د لېږلو په باره کښې هم خبرې اترې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here