له امريکا سره د افغانستان امنيتي معاهده د امنيت په ښه والي هيڅ رول نه لري

0
28 views

د افغان ولسي جرګې مشر وايي چې له امريکې سره د افغانستان امنيتي تړون د امنيت په ښه والي کې رول نه لري او د هېواد امنيت د وخت په تېرېدو سره لا خرابېږي.

د پژواک خبري اژانس د رپوت له مخې د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي دا موضوع نن په هېواد کې د نا امنيو د زياتوالي په غبرګون کې د ولسي جرګې علني ناسته کې مطرح کړه.
هغه وويل: ((د افغانستان شمال کې د داعش فزيکي شتون او د سرتېرو نيونه په بشپړ ډول مشهوده ده، زه د پارلمان له يو استازي پرته هم د دغه وضعيت په اړه اندېښمن يم.))
د ولسي جرګې مشر زياته کړه چې حکومت بايد دا موضوع جدي ونيسي او د لرې کولو لپاره يې دې بېړنى اقدام وکړي.
عبدالرووف ابراهيمي وويل: ((د افغانستان د خلکو په استازيتوب مو د هېواد نا امنيو ته په پام سره د يوه بېړني او عيني واقعيت په توګه له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ، څو هېواد ته مو امنيت، سراسري او تلپاتې سوله او ثبات راشي، خو له بده مرغه چې هوکړه ليک ملموسې او مشهودې پايلې نه درلودې.))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here