له نشه ايزو موادو سره په سختې مبارزې د افغانستان تاکيد

0
17 views

د افغانستان له نشه ايزو موادو سره د مبارزې وزيرې له دغې سپېرې ښکارندې سره په سختې مبارزې تاکيد وکړ.

د افغانستان له نشه ايزو موادو سره د مبارزې وزيرې مېرمن سلامت عظيمي پرون په کابل کښې له نشه ايزو موادو سره د مبارزې د ملي وحدت د هفتې د پرانېستې په مراسمو کښې وويل: افغانانو ته پکار دي چې له دغې سپېرې ښکارندې سره په وحدت سره مبارزه وکړي.
همدارنګ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دويم مرستيال سرور دانش هم په دغه غونډه کښې له نشه ايزو موادو سره د مبارزې لپاره د حکومت او نړيوالو ادارو مختلفو پلانونو او لارو چارو ته د بيا کتنې غوښتنه وکړه.
افغانستان په نړۍ کښې د نشه ايزو موادو ترټولو ستر توليدوونکے او په اوس حال کښې په دغه هېواد کښې تقريباً درې ميلين او شپږ لکه کسان په نشو اخته دي.
د ملګرو ملتو د رپوټ له مخې په افغانستان کښې د نشه ايزو موادو کلنے توليد نهۀ زره ټنو ته رسېدلے دے.
امريکه او برطانيه له تېرو پينځلسو کلونو راهسې په افغانستان کښې په فوځي شتون سره په دغه هېواد کښې د نشه ايزو موادو په زياتوالي کښې څرګند رول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here