محقق: د نجات شورا به ډېر زر په افغانستان کې د جنرال دوستم په شتون سره تشکیل شي

0
11 views

د افغانستان د حکومت د اجرائي مشر دويم مرستیال محمد محقق له ترکیې څخه بیرته هیواد ته را ګرځېدلی دے او ویلي يې دي چې د ولسمشر له لوري د خلقو حقوق تر پښو لاندي شوي دي، ځکه یې داسي یو ائتلاف را منځته کړے دے.

د نن ټکی آسيا د رپوټ له مخې نوموړي وویل چې د ګډحکومت اصل رامنځته کوونکي له سیاسي صحنې څخه ایستل شوي دي.
محمد محقق تېره ورځ له ترکیې څخه مزارشریف ته ورسید او له را رسیدو وروسته یې د وینا په مهال وویل چې تر اوسه د «نجات ائتلاف» د تشکیل کارونه بشپړ نه دي او ډېر زر به جنرال دوستم هیواد ته را وګرځي او دوی به د هغه په شتون د خپل ائتلاف تشکیل اعلان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here