په پاکستان کښې د امریکې او صهیونیسټ رژیم په خلاف مظاهرې

0
10 views

د پاکستان د سند صوبې په کراچۍ ښار کښې په زرګونو خلقو (مړه دې وي امریکه، مړ دې وی اسرائیل) په شعارونو سره د دغو دواړو رژیمونو بیرغونه وسوځول.

مظاهره کونکو د فلسطین د مظلومو خلقو په وژلې او ځپنه کښې د صهیونیسټ رژیم له تیریو څخه د امریکې پوځی او مالی ملاتړ وغندۀ او د ملګرو ملتو او اسلامی ملګرتیا د موسسې په شمول یې له نړیوالو ټولنو وغوښتل چې د فلسطین د نیواکی ټاټوبیو په سر د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو خنډ شی.
مظاهرچیانو د امریکې او اسرائیلو له پراختیا غواړو او تیریګرو سیاستونو څخه قهر او کرکه څرګنده کړه او اعلان یې وکړ: واشنګټن او تل ابیب د بشری حقوقو تر ټولو ستر چخڼی کونکي دی او انسانان او انسانی حقوق دوئ ته هیڅ ارزښت نلری.
مظاهرچیانو همدارنګ د مسلمانانو په ځپنه کښې د امریکې او صهیونیسټ رژیم د تیریو په وړاندې د ملګرو ملتو او د دغې موسسې د امنیت شورا په بې پروایۍ او چپتیا نیوکه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here