افغانستان د سرتاج عزيز د ادعا په اړه رد عمل څرګند کړ

0
27 views

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند وویل: د اشرف غني خلاف د پاکستان د وزیراعظم د خارجه سلاکار څرګندونې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د کابل او اسلام آباد په موافقې د چین او امریکې له څارنې څخه د اندیښنې په وجه دي.

ځینو رسنیو پرون خبر ورکړ چې سرتاج عزیز وائي طالبان او ترهګرې ډلې په پاکستان کښې شتون نه لري او د افغانستان ولسمشر د طالبانو ملاتړ کوي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله آزاد زیاته کړه چې د سرتاج عزیز څرګندونې د اسلام آباد د ژورې اندیښنې بیانونکې دي ځکه چې په نزدې راتلونکي کښې به د امریکې او چین په څارنې سره د ترهګرۍ خلاف د کابل او اسلام آباد د غږملتیا عملیات پیل شي چې د پاکستان قهر یې راپارولے دے.

یاده دې وي چې په بهرنیو چارو کښې د نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز وړمه ورځ د پاکستان ټیلیویژن ته په یوه مرکه کښې افغان ولسمشر اشرف غني له طالبانو په ملاتړ تورن کړ او له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ښې او بدې د فرق په اړه د پاکستان پر پوځ لګیدلے تور یې رد کړےؤ.

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here