سرتاج عزيز: طالبان په افغانستان کښې د اوږدۀ جنګ توان لري

0
12 views

د پاکستان د وزيراعظم د بهرنيو چارو صلاح کار سرتاج عزيز وويل: طالب ډله په افغانستان کښې د اوږدۀ جنګ توان لري، ځکه چې په تېره يوه نيمه لسيزه کښې په افغانستان کښې يو لک څلوېښت زره بهرنيو ځواکونو ونکړې شول دغې ډلې ته ماتې ورکړي.

هغۀ زياته کړه: طالب ډله په اوس حال کښې په افغانستان کښې د بهرنيو ځواکونو د محدود شتون په وجه له مخکې نه زياته مضبوطه شوې ده او د يوې اوږدې مودې لپاره د  جنګ د دوام توان لري.

د پاکستان د سرکاري ټيلي ويژن د رپوټ له مخې سرتاج عزيز افغان ولسمشر اشرف غني له طالب ډلې څخه په ملاتړ تورن کړے دے.

دا په داسې حال کښې دي چې افغان چارواکو تل پاکستان له طالب ډلې څخه په ملاتړ تورن کړےدے.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here