پشکالي بارانونو ګڼ پاکستانیان وژلي دي

0
20 views

د پاکستان په مختلفو سیمو کښې د پشکالي بارانونو له امله څلویښت کسان وژل شوي دي.

له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې په تیرو دوو اونیو کښې د پاکستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا پنجاب او سند صوبو کښې د پشکالي بارانونو په وجه لږترلږه څلویښت کسان وژل شوي او لسګونه نور زخمي شوي دي او همداشان سلګونه کورونه اوبو راګوزار کړي دي.
د سیلاب له امله زیاتره مرګ ژوبله په ګوجرانواله، فیصل آباد او شیخوپوره ښارونو کښې رامینځته شوې ده.
په پاکستان کښې هر کال په اوړي کښې د پشکالي بارانونو له امله سلګونه کسان سرونه بایلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here