په اسلام آباد کښې د خلقو په غونډېدو بندېز ولګېد

0
24 views

له اسلام آباده د رارسېلي رپوټ له مخې د پاکستان حکومت د یوې خبرتيا په خپرولو سره د اساسی قانون (آئين) د ۱۴۴مادې یعنی د دفعه ۱۴۴ د مشهور قانون د اجرا فرمان صادر کړ چې په له مخه يې په عمومی ځایونو او د اسلام اباد په لارو کښې هرډول مظاهرې اولاریون او یا له پنځو کسانود زیاتو کسانو غونډېدل منعې کړل .

 د دغه رپوټ مطابق ، دغه قانون  په ټول اسلام آباد کښې له ننه تر دوو میاشتو پورې دوام لرۍ .

  د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف اود هغه کورنۍ او ځینی مرستیالان او وزیران د پاناما لیکس په نامه د مالي فساد  د تورونو  د مشهور کېس  دتحقيقاتي کمېټۍ جے آئي ټي  د رپوټ له وړاندې کېدو وروسته  په وزیر اعظم باندې د دباؤ د زیاتولو لپاره د اپوزیشن ګوندونو له خوا د اعتراضیه  مظاهرو او غونډو  د جوړیدا احتمال شته  .

د دغو سندونو په بنياد د  پاکستان  وزیر اعظم   نواز شریف او د هغه بچیان  په مالي فساد  او  په  داخل او بهر کښې  د خپلو شتمنیو  په باب د حقائقو د پټولو لپاره  د دروغو سندونه  وړاندې کړي دي  او ممکنه ده د راتلونکي ګل په ورځ  د پاکستان ستره محکمه (سپریم کورټ) په دې اړه  آخري فیصله واوروي چې د ډېرو کار پوهانو په باور دا امکان شته چې د نواز شریف  واکمن ټیم په دغه فېصله کښې خپل واک له لاسه ورکړي او  په درغلۍ کښې  د تورونو د ثابیتیدو په صورت  کښې به له سیاسی ډګره ووېستل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here