په کویټه کښې په دهشتګردانه حمله کښې د یو ایس، پي په شمول څلور پولیس ووژل شول

0
13 views

نامعلوم وسله وال په موټرسائېکلو سواره وو او له ډزو وروسته تښتیدلي دي.

د پاکستان د بلوچستان صوبې مرکز له کویټه ښار سره نزدې په دیبه نومي کلي کښې د نامعلومو وسله والو د ډزو له امله د قائدآباد سیمې د ایس، پي په شمول څلور پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

امنیتي سرچینې وايي چې دغه ډزې د قائد آباد د پولیسو د مشر په ګاډي وشوې، په ګاډي کښې د ایس پي د ساتونکي په شمول څلور پولیس سپاره وو چې ټول وژل شوي دي.

خبر زیاتوي چې نامعلوم وسله وال په موټرسائېکلو سواره وو او له ډزو وروسته تښتیدلي دي.

له پيښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او تحقیقات یې شروع کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here