د قندهار امنيه قوماندان: د حکومت مشرانو د ذاتي ګټو لپاره هېواد یرغمال کړے دے

0
17 views

د افغانستان د قندهار ولایت امنيه قوماندان وويل چې د حکومت مشرانو د ذاتي ګټو لپاره هېواد یرغمال کړے دے.

د افغانستان په ولسي جرګه کښې د بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۵۰ استازو پرون قندهار ته سفر  وکړ او دغلته یې په یو پرائيوېټ هال کښې په جوړه شوې غونډه کښې برخه واخيسته . په دې غونډه کښې د قندهار تر څنګ د هلمند، زابل او اروزګان د ولایتي شورا غړو، د ولسمشر او اجراییه ریاست سلاکارانو او سلګونو قومي مخورو او نورو ګډون کړی وو.

غونډه ظاهراً د امنیتي ځواکونو د ستاینې تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، خو د ځینو ویناوالو خبرې تر ډېره د حکومت پر مشرانو او په ځانګړې توګه پر  ولسمشر په نیوکو متمرکزې وې.

د قندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په دې غونډه کښې د ولسي جرګې له غړو مننه وکړه چې دې ولایت ته د امنیتي ځواکونو د ستاينې په موخه راغلي دي.

دۀ وویل، لا ډېره هڅه به کوي چې د خپل هېواد او خلقو لپاره خدمت وکړي.

هغه زیاته کړه، په حکومت کې ډېرې خلاګانې شته، د ولسي جرګې غړو ته پکار دي چې د نظام د اصلاح او تقویې لپاره کار وکړي، ځکه چې د دې نظام لپاره خلقو ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي د نمونې په توګه هلمند یاد کړ چې په وروستیو کلونو کښې په کې ۱۶ زره سرتېري وژل شوي دي.

خو ده نیوکه وکړه چې د حکومت مشرانو د خپلو ذاتي ګټو لپاره دا هېواد د ملا عمر د واکمنۍ د دورې په څېر یرغمال کړے دے.

امنیه قوماندان وویل: ((په دې باید د حکومت مشران پوه شي چې دا د ملا عمر دوره نه ده چې څه یې زړه غواړي هغه کوي، لکه په هغه دوره کې چې له خلقو د بدن اندامونه پرې کېدل.))

دی وايي، دا حکومت د خلقو په رایو سره راغلے او خلق کولې شي بېرته خپلې رایې ورڅخه واخلي.

د ده په خبره، د هېواد هر  وګړی نه شي کولې له حکومت سره حساب وکړي، د ولسي جرګې غړي د ولس استازي دي او همدوی باید ورسره حساب وکړي.

ده په حکومت کښې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ او ویې ویل، که داسې نه کېږي، نو تر لاس یې ونیسئ او له واکه یې لرې کړئ.

نوموړي زیاته کړه، حکومت دې د ژبې او سمت له مخې رویه نه کوي، دلته ټول افغانان مساوي حقوق لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here