نواز شريف يو ځل بيا له استعفا ورکولو انکار وکړ

0
33 views

زمونږخبریال دجنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان وزیراعظم نواز شریف نن دپارلیمانی ګوندونو استازو په ټول کې پخپلې وینا کښې تاکيد وکړ چې په مالی فساد يې لاسونه نه دي ککړ او هیڅکله به هم د مخالفانو په غوښتنې استعفی ورنه کړي .

  هغه همدارنګ  د پارلیمانی استازو په ټول کښې  د خپل حکومت   د کارندوالی په دفاع سره وویل ،  مخالف لوري غواړي  د پاکستان د ترقۍ مخه ونیسي ځکه  موجوده حکومت په  تیرو څلورو کلونو کشې دومره ترقیاتی کارونه  کړي دي چې په تیرو اویاؤ کلونو کښې هم   نه دي شوي .دوی  په  هردور کښې    پرلت وهنې کړي  او  د هیواد د ترقۍ په لاره کښې خنډونه جوړ کړي دي .

 داپه داسې حال  کښې دي چې  د پاکستان سترې محکمې (سپريم کورټ) څه موده مخکې  په یوې فیصلې سره د  نواز شریف او دهغه دکورنۍ او ځینو وزیرانو او سلاکارانو په خلاف  د مالی فساد  په کېس کښې  د یوې څیړنیزې کمیټۍ یا جے  آئي ټي  جوړلو سره  د بشپړڅیړنو غوښتنه کړې وه چې  هغې کمیټۍ  سپریم کورټ ته  دوه ورځې  مخکې  تقريباً دوه سوه مخیز څیړنیز راپور وړاندې کړ او په هغه کښې يې  سپارښتنه کړې چې نواز شریف او د هغه کورنۍ اوځینی وزیران  په مالی فساد ککړ  دي او باید سپریم کورټ ورته سزا ورکړي ،چې دغې  څیړنې نواز شریف اود هغه  متحدان  سرګردانه  کړي دي.

وروستی رپوټونه ښئ چې په پاکستان کښې سیاسی زلزله  تر دې حده رسیدلې چې  نواز شریف او د هغه  واکمن ګوند سیاسي  پوزیشن په نسکوریدو  دے او اپوزیشن ګوندونه غوښتنه کوي چې په مالی فساد باندې دککړتیا د تورونو د ثابتیدو په صورت کښې دې  نواز شریف او د هغه  کورنۍ او وزیران او سلاکاران   د ژوند تر وروستیو پورې  له سیاسی ډګره بهر کړي او  سخته سزا دې ورکړي ، ځکه  چې   په ملی شتمنیو سره يې د هیواد په داخل او بهر کښې  شتمنۍ برابرې کړي او بیا يې د هغو شتمنیو دپاکولو لپاره  جعلی سندونه  هم وړاندې کړي دي چې یو ډول  يې ملی  ګټو سره  خیانت کړے دے .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here