په امريکه کښې په ډزو کښې نور ۲۷ کسان ووژل شول

0
11 views

د امريکې په مختلفو سيمو کښې له پرون راهسې د ډزو له کبله ۲۷ تنه وژل شوي دي

ډبلیو سی بی آئی ټیلیویژنی چینل نن رپوټ ورکړ د امریکې داوهایو صوبې په مرکز کلومبوس ښار کښې په فلورانس کوڅه کښې د ډزو له امله یو دولس کلن زلمے وژل شوے دے .

 داپه داسې حال کښې دی چې  د امريکې دجنوبی کارولینا صوبې  د ګرینویّل  ښار  په مرکز کښې هم په ډزو کښې  یوه بله ښځه هم وژل شوې ده.  د پولیسو د اعلامیې  له مخې    په تیر شواروز کښې  د امریکې په بیلابیلوصوبو کښې د ډزو له امله ټول ټال  اوه ویشت کسان وژل شوي او  دغه رنګ  په لسګونو نور زخميان شوي دي .

  دامريکې دوسلوالو تاؤتریخوالو  د احصایو د ثبتیدو د مرکز داعلامیې مطابق  په امریکه کې   په کال کښې په زرګونو  امریکایان  د ډزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی او دا دامریکې واکداران دی چې  په   حکمرانانو او  کانګرس کئې د وسلو د جوړونکو شرکتونو  د زیات نفوذ له امله   تر دې دمه  د وسلو د ګرځولو په خلاف هیڅ ډول قانون نه دے  جو کړے شوے او د امريکې ښاریز يې د  وسله والو کسانو په رحم وکرم پریښودي دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here