امريکه، اسرائيل او د دوي انډيوالان د موصل د آزادۍ اصلي بائيلونکي دي

0
10 views

د ايران د اسلامی شورا د جرګې د ملي امنيت د کمېشن مشر وويل: امريکه او د هغې سيمه ايز او اروپائي انډيوالان عراق د موصل ښار په آزادېدو کښې ترټولو ستر بائيلونکي وو.

د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي د جولائي د روانې مياشتې په وړومبۍ نېټه د بغداد په شمال کښې موصل ښار ته لاړ او له 37 مياشتو وروسته په داعش ترهه ګرې ډلې باندې کاميابي يې په سرکاري توګه اعلان کړه. د موصل د آزادۍ عمليات د 2016 کال د اکتوبر له 17 نېټې څخه شروع شوي دي.
علاء الدين بروجردي د موصل آزادی د عراق د ترهه ګرۍ په بحران کښې يو ډېر مهم مخ په وړاندې ګام وبلۀ او زياته يې کړه: د عراق حکومت او فوځ، حشد الشعبي ځواکونو او د دغه هېواد د شيعه ؤ لوړرتبه مرجع آيت ا… سيستاني رول په دغه کاميابۍ کښې مهم وبلۀ.
بروجردي د امريکې او د هغې د انډيوالانو پلان د عراق تقسيم او د داعش ترهه ګرې ډلې حکومت راوستل وبلل او زياته يې کړه: داعش ترهه ګرې ډلې په عراق کښې ماتې خوړلې ده او دغه ماتې د امريکې او صهيونېسټ رژيم د ماتې په معنا ده.
د ايران د اسلامي شورا د جرګې د ملي امنيت د کمېشن مشر همدارنګ اميد څرګند کړ چې سوريه هم د زمکنۍ بشپړتيا له مرحلې څخه بهر شوے او د وروستۍ سترې کاميابۍ جشن نمانځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here