عرفان د محمد صلی الله عليه و آله وسلم

0
12 views

کلام: حمزه بابا

عرفان د محمد صلی الله عليه و آله وسلم

کلام: حمزه بابا

فطرت یو تبسم دے په عرفان د محمد (ص)

یو کیف دے پسرلے د ګلستان د محمد (ص)

څرګند د دوی له نوره شو یووالے د وجود

هر څیز شو آیینه ځان ته حېران د محمد(ص)

پوه نه شو څوک په سر د «لی مع الله وقته»

بس دومره چې مېلمه به و یزدان د محمد(ص)

یو ګل د تجلۍ نه د رخسار یې شفق دے

جنت یوه نقشه شوه د دامان د محمد(ص)

خالق یې چې پرې عشق کښې کړو توحید وته نزول

خپل سوری په انوارو شو قربان د محمد(ص)

برزخ له نقش او رنګه چې وي پاک هغه پکار

امّي ځکه لقب شو په قرآن د محمد(ص)

هر شے د کاینات لکه صدف شو وازه خوله

راخور چې په دنیا کښې شو نیسان د محمد(ص)

راجوړه سلسله شوه د اشکال الهی

پېدا چې کړې رب زلفې پریشان د محمد(ص)

حمزه هره ذره به دې ثنا کړي د دنیا

ته شوې که ثناګر شیوه بیان د محمد(ص)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here