په مسجدالاقصی کښې درې فلسطنیان شهیدان او دوه صهونیسټان هلاک شول

0
10 views

نن په مسجدالاقصی کښې د فلسطينيانو او د وحشي صهيونېسټانو ترمېنځ نښته کښې درې فلسطينيان شهيدان او دوه صهيونېسټان په هلاکت ورسېدل

له فلسطين څخه د رارسېدلو رپوټونو له مخې د اردن دسیند په لویديځه غاړه کې د قدس ښار په الاقصی جومات کښې له الاسباط دروازې سره نزدې له فلسطینیانو سره د وحشی صهونیسټي پوځیانو په وسله والې نښتې کښې درې فلسطنیان شهیدان او دوه صهونیسټی پوځیان هم هلاک شوي دي ، ویل کیږی په الخلیل کښې یو بل فلسطینی هم شهید شوے دے .

داپه داسې حال کښې دي چې  صهونیسټی رسنیو هم  د دو صهونیسټی پوځیانو هلاکت او  د یوه بل  د زخمي کیدو خبر  تائید کړے دید ے.

  همدارنګ په الاقصی جومات انګڼ کې   په وسله والې نښتې پسې  د دغه جومات درستې دروازې  په بشپړ ډول پر فلسطنیانو تړل شوې دي او دا هم وئیل شوي چې  اسرائیلی وحشی پوځیانو   په دغه جومات کې د جمعې نمانځه دقایمیدو  مخه هم نیولې ده .

 فلسطینیو سرچینو دغه رنګ وئیلی  د قدس نیواکګر رژیم پوځیانو   د الاقصی جومات   په الاسباط دروازې کښې  یوه میرمن او درې انجونې هم نیولې دي .

 داپه داسې حال کښې دي چې  په الاقصی جومات  انګڼونو کښې  د وحشی ډوله صهونیسټی پوځیانو او فلسطنیانو ترمینځ  په وروستي اخ وډپ پسې د فلسطین داسلامی مقاومت  غورځنګ حماس  مشرانو  د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دي ، د قدس انتفاضه به هیڅکله  هم ونه دریږی او فلسطینان به دخپلو وینو په  ورکولو  کې  سره  د خپل وطن  درست ټاټوبی   له وحشی ډوله نیواکګر رژیمه آزادې کړی

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here