چين امريکې ته خبردارے ورکړ

0
12 views

د چين حکومت امريکې ته خبردارے ورکړ، حق نه لري د خپلو کورنيو قوانينو په بنياد په نورو هېوادونو باندې بنديزونه ولګوي او تردباو لاندې يې راولي.

د اېرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې د چين دبهرنيو چارو وزارت نن په يوې بيانيه کښې د دغه هېواد په خلاف د امريکې بائيکاټونو ته په اشارې سره وويل، بيجېنګ د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په پرېکړليکونو پابند دے او له شمالي کوريا سره په تجارت کښې يې خلاف ورزي نه ده کړې.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګېنګ شوانګ هم وړمه ورځ وويل، هيڅ هېواد حق نه لری خپل کورني قوانين په نورو هېوادونو باندې په بنديزونو سره عملي کړي.

د ويلو ده د امريکې حکومت د چين د يو شمېر هغو وړو بېنکونو او شرکتونو د بائيکاټ لپاره د آمادګۍ په حال کښې دے چې له شمالي کوريا سره معامله کوي.

له دې مخکې هم د واشنګټن حکومت د چين څو کسان، شرکتونه او يو بېنک له شمالي کوريا سره د تجارتي تعلقاتو او د کوريا ټاپووزمې د اېټمي مسئلې د هواري لپاره د چين د هلو ځلو د ناکافي والي په وجه بائيکاټ کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here