امریکائي جنګي جهازونو په افغانستان کښې د جينکو په مدرسه او کورونو بمونه اورول

0
13 views

نن سحر وختی امریکایی جهازونو د کندوز ولایت مرکز اړوند سیمه کښې د جينکو په مدرسه  بمبار ي کړې او ودانۍ یې ویجاړه کړه.

د کندوز ولایت د ښوونې او روزنې رئیس جنت ګل ناصری وایی چې د خواجه مشهد ښوونځی یو تن چپړاسی هم په بمبار کې ټپی شوے دے.

له بلې خوا په یوې بلې جلا پیښه کې امریکایی الوتکو او دولتی چورلکو د کندوز ښار د ارتیلاقیو او دوبلوله سیمو کې هم د عامو خلکو کورونه بمبار کړی، چې ځینو سرچینو د ګڼ شمېر خلقو د مرګ ژوبلې په اړه لیکلی خو تر دې دمه د سرتاوانونو دقیقه شمېرنه نه ده ترګوتو شوې.

باید وویل شی چې تېره ورځ هم امریکائی ځواکونو په ارزګان ولایت کې پر عامو خلقو چاپه وهلې او ډزې کړې وې، ۶ تنه یې وژلی او ۱۷ نور ټپیان کړل.

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی چې د کندز په بمبار شویو سیمو کې هیڅ ډول نظامی تحرکاتو شتون نه درلود او نه هم د دوی کسان په دغه سیمه کې اوسیدل. نوموړی په یوې مطبوعاتی اعلامیه کې څرګنده کړې:

«دا ډول بمبارونه د وحشی اشغالګرو عسکرو او دهغو په لاس د روزل شوو غلامانو اصلی هویت په ډاګه کوی چې د ملکی تأسیساتو، کلیو او عامودکورونو کورونه په وړاندې په څومره بې پروایۍ سره عمل کوی او بیا هیڅ یو ارګان او نهاد هم د یرغلګرو په دغه جنایت باندې ښکاره نیوکه نه کوی».

د امریکائی ځواکونو لخوا په دې اړه تر اوسه څه نه دی ویل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here