ايران د مسجدالاقصی بندول د بشري حقوقو خلاف ورزي وبلله

0
41 views

د ایران د خارجه وزارت ویاند د صهیونیسټي رژيم لخوا د فلسطیني نمونځ کونکو لپاره د مسجدالاقصی بندول وغندل.

بهرام قاسمي بیګا څرګنده کړه: د نمونځ کونکو پرمخ د مسجدالاقصی په تړلو کښې د صهیونیسټي رژیم اقدام یوه محکومه، مذمومه او د انساني حقوقو د بنیادي اصولو خلاف چاره ده.

د ویلو ده چې د قدس د نیواکګر رژیم ځواکونو د جمعې په ورځ د فلسطینیانو خلاف د خپلو غلیمانه اقداماتو په دوام کښې اقصی جومات بند کړ او پکښې یې د جمعې د نمانځه د ترسره کیدو مخه ونیوله.

د ایران د خارجه وزارت ویاند همداشان زیاته کړه: د قدس نیواکګر رژیم د خپلو ټولو جنایتونو، تیري ګریو او د فلسطینیانو د ابتدائي حقوقو د خلاف ورزۍ ترڅنګه دا ځل په یو خطرناک بدعت کښې د فلسطیني مسلمانانو مذهبي آزادي او حقوق په نښه کړي دي چې خطرناکې پایلې به په ځان پسې ولري.

قاسمي د مسلمانانو لپاره د مسجدالاقصی د زرترزره خلاصیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره د نړۍ له ټولو پتمنو هیوادونو اونړیوالو ټولنو وغوښتل چې د قدس پر نیواکګر رژیم دباو واچوي څو د فلسطین د خلقو د کمترینو حقوقو خیال وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here