د هند مسلمانانو د آل سعود او افراطي وهابیانو په خلاف مظاهرې وکړې

0
22 views

د هند په سلګونو سنی او شیعه مسلمانانو په نوی ډیلی کښې د مظاهرو په کولو سره د وهابیانو لخوا د مدینې منورې په جنت البقیع کښې د امامانو او نورو بزرګانو د مزارونو ویجاړول وغندل.

د هند مسلمانو مظاهرچیانو نن له ماسپښینه وروسته د مرده باد آل سعود او مرده باد دهشتګرد د نعرو په وهلو سره د جنت البقیع د امامانو او نورو بزرګانو د مزارونو د بیا جوړولو غوښتنه وکړه.

مظاهرچیانو په نوی ډیلی کښې د سعودی د سفارت لوری ته حرکت کول غوښتل چې پولیسو یې د لارو په تړلو سره د تګ مخه ونیوه.

د هند شیعه دینی عالم مولانا غضنفر عباس د مظاهره کونکو غونډې  ته په خطاب کښې وویل: په بقیع هدیره کښې د اهلبېتو امامانو د مزارونو په ویجاړولو سره وهابیانو د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو علیهم السلام سره د خپلې کینې د ژوروالی ښودنه وکړه.

د نوی ډیلی د جمعې امام مولانا شېخ اصغری هم د هند له حکومته وغوښتل چې له سعودی سره دې چې د ترهه ګرو یو ترټولو لوے ملاتړے دے خپل تعلقات کم کړی.

مظاهرچیانو په آخر کښې د یوې بیانیې په صادرولو سره د امامانو او بزرګانو د مزارونو د ویجاړېدو په وړاندې د ملګرو ملتو په خاموشۍ باندې په نیوکې سره وویل آل سعود د ترهه ګرۍ او داعش تکفیری ډلې اصلی ملاتړے دے او د دغو تکفیریانو په جنایتونو او جرائمو کښې د سعودی حکومت برابر شریک دے

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here