صهیونېسټي فوځیانو نن په مسجدالاقصی بیا حمله وکړه

0
10 views

د صهیونېسټ رژیم فوځیانو نن سهار په دویمه ورځ هم د مسجدالاقصی په حدودو حمله وکړه او د دغه جومات ورونه یې د نمونځګزارانو مخې ته وتړل.

د فلسطین د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې صهیونېسټو فوځیانو د مسجدالاقصی د سېکورټۍ په دفتر، د ملاقاتو په برخه، د میوزم په دفتر د دغه جوماتې مینارو باندې  حمله وکړ او د ټولو ورونو قفلونه مات کړل.

صهیونېسټو فوځیانو څو ځل د قبه الصخره شریف پلټنه وکړه او د هغه سامانونه یې ګډ وډ وغورزۀ. همدارنګ د صهیونېسټ رژیم ګزمه ځواکونه هم نن سهار مسجدالاقصی دا داخل شول.

صهیونېسټو پولیسو د مسجدالاقصی د ورونو کنجیانې هم په خپله قبضه کښې واخېستې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here