له قطر څخه د 2022 نړيوال کپ د کورباتوب د بېرته اخېستلو لپاره د عربو هېوادونو غوښتنه

0
10 views

د the local د رپوټ له مخې د فوټبال د نړيوال فيډريشن فيفا مشر جياني انفانټينو وويل چې سعودي او پينځو نورو عربو هېوادونو فيفا ته په يو ليک کښې غوښتنه کړې ده چې د ترهه ګرۍ د يو ملاتړ هېواد په توګه له قطر څخه دې د 2022 نړيوال کپ کورباتوب بېرته واخېستل شي او د دغه کورباتوب لپاره دې بل يو هېواد غوره شي.

د دغه رپوټ له مخې انفانټينو وويل: سعودي، يمن، موريتانيه، اماراتو، بحرېن او مصر په يو ليک کښې هغه څه ته په اشارې سره چې له ترهه ګرۍ سره د ملاتړ په زمينه کښې د قطر کارنامه بللې شوې د ه له فيفا څخه غوښتل شوي دي چې د فيفا د آئين نامې د 85 مادې مطابق چې په هنګامي حالاتو کښې د کورباتوب په لغو کېدو باندې تاکيد لري له قطر څخه دې د 2022 نړيوال کپ کورباتوب بېرته واخېستل شي.
د انفانټينو د وېنا له مخې دغو هېوادونه تاکيد کړے دے چې له دغې غوښتنې سره د فيفا د مخالفت په صورت کښې به دغه تجويز د فيفا د غړيو هېوادونو ته وړاندې کړې شي چې د 2022 د نړيوال کپ د کورباتوب د برخليک په باره کښې وروستۍ رائې اخېستنه وکړي. د هغه د وېنا له مخې ذکر شويو عربو هېوادونو فيفا ته په رالېږلي ليک کښې د هغو خطراتو په باره کښې چې د ترهه ګرۍ د مرکز او پراخې قلا په توګه په قطر کښې ورسره لوبغاړي او تماشه چيان مخامخ کيږي هم د هغه په قول شديدالحن خبرداري يې ورکړي دي او ويلي يې دي چې په داسې صورت کښې چې له قطر څخه د
2022 نړيوال کپ کورباتو بېرته وانه خېستې شي سعودي او نور عرب هېوادونه او زياتره اسلامي هېوادونه به دغه سيالۍ بائيکاټ کړي.
انفانټينو د يو سوال په ځواب کښې چې له دغې غوښتنې سره د فيفا د موافقت د امکان په باره کښې دے تاکيد وکړ: په دې باره کښې د فيفا طريقه کار او آئين نامه په کامله توګه روښانه ده او بايد د فيفا راتلونکې غونډې ته منتظر اوسوو. دهغه د وېنا له مخې د نړيوال کپ د کورباتوب منتقلول څه بې څارې چاره نه ګڼل کيږي هم هغه ډول چې مخکې هم د 1986 نړيوال کپ د کوربا توب له کلمبيا نه مېکسيکو ته د انتقال کتونکي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here