نامتو افغان دینی عالم د عراق حکومت او ملت ته په موصل کښې د داعش په ماتې مبارکی وویله

0
40 views

د افغانستان ستر شیعه دینی عالم آیت الله محسنی په موصل کی د عراق ځواک بریالیتوب او د داعش تکفیری ډلی د ماتی په اړه د یو پیغام په ترڅ کی د دغه هیواد وزیراعظم او د عراق خلقو ته د دغه کامیابۍ مبارکی وویله.

آیت الله محسنی په خپل  پیغام  کښې وویل له تروریسټی داعش ظالمې ډلې څخه د عراق امنیتی ځواکونو او حشد الشعبی بسیجی خلقو په لاس د موصل ښار نهایی پاکسازی او آزاد سازی تاسو او ستاسو شریف ملت او عراق مسلمانانو ته مبارکی وایم.بی شکه دا هغه کار و چی د ډیرو مومنینو زړونه یې شاد کړل.

هغه زیاته کړه له خداے تعالی څخه غواړم چی پر ترهه ګررۍ باندی د عراق د ملت بریالیتوبونه دوام پېدا کړی او تاسو او ستاسو همکارانو ته د آزاد شویو سیمو بیا رغونه  او د دغه هېواد مظلومو خلقو ته د رسائۍ توان عنایت کړی.

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here