نيتنیاهو د مسجدالاقصی د بندولو په حقله له خپل حکم څخه په شاتګ مجبور شو

0
37 views

د صهیونیسټ رژيم وزیراعظم بیګا د نیواکي ټاټوبي دننه او بهر له پراخو اعتراضونو سره له مخامخیدو وروسته، د مسجدالاقصی د ورونو د تړلو په حقله له خپل صادر کړي شوي حکم څخه شاتګ ته مجبور شو.

د قدس نیواکګرو ځواکونو له تیرې جمعې څخه د بنیامین نتانیاهو په حکم د نمونځ کونکو او دیدن کونکو لپاره د مسجدالاقصی ورونه بند کړي وو.

د نتانیاهو دغه غلیمانه اقدام په بیت المقدس، رام الله او د فلسطین په نورو ښارونو او سیمو کښې له پراخو اعتراضونو سره مخامخ شوے و.

فلسطیني ځوانانو تیره شپه هڅه وکړه چې د مسجدالاقصی د پوځي محاصرې په ماتولو سره دغه جومات ته ننوځي خو د صهیونیسټي رژیم پوځیانو په وهلوډبولو سره د هغوي مخه ونیوله.

په زرهاو فلسطینیانو بیګا د ماښام نمونځ د مسجدالاقصی په خوا کښې ادا کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here