په فراه ولايت کښې د طالب ډلې لخوا د عامه خلقو وژله

0
41 views

د افغانستان د فراه ولايت د پوليسو قوماندان په دغه سيمه کښې د طالب ډلې لخوا د عامه خلقو د وژلې خبر ورکړ.

ګلبهار مجاهد نن د طالب ځواکونو لخوا د دغه ولايت په ځينو سيمو کښې په ډزو سره د عامه خلقو د وژلې د خبر په ورکولو سره وويل: دغه ډله په داسې اقداماتو سره کوشش کوي چې د خلقو ترمېنځ رعب او ويره رامنځته کړي.
هغه همدارنګ وويل په هغو ګڼ شمېر عملياتو کښې چې د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو لخوا په مختلفو سيمو کښې د امنيت د رامنځته کولو په خاطر ترسره شول او تر اوسه يې طالب ډلې ته سخت ګوزارونه ورکړي دي زياتې اډې يې د دغې ډلې د غړيو له وجوده پاکې کړې دي.
مجاهد همدارنګ د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کښې وروستيو نښتو ته په اشارې سره زياته کړه: په دغو نښتو کښې طالب ډلې ته د سر او مال زيات تاوانونه رسېدلي دي او درې امنيتي خواکونه هم پکښې ژوبل شول.
هغه تاکيد وکړ چې د طالب ډلې او نورو ترهه ګرو ډلو له وجوده د دغه ولايت د بشپړه پاکولو لپاره د ولايت په مختلفو سيمو کښې به د پاکسازۍ عمليات په راتلونکو څو ورځو کښې يو ځل بيا شروع شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here