په هند باندی د پاکستان د فوځ تور

0
26 views

د پاکستان فوځ لوے درستیز، هند په دي تورن کړ چی د چین او پاکستان د اقتصادی کریډور پروژې ته د زیان رسولو هڅه کوی.

جنرل«زبیر محمود حیات» د پاکستان په جنوب کښې د سند صوبې په مرکز(کراچۍ ښار) کی ادعا وکړه؛ د هند د استخباراتو سازمان«راء» پدی لټه کی دئ، چی د «سی پک» په نامه د چین او پاکستان  ۴۶ میلیارد ډالریز کریډور ته زیان ورسوی. نوموړی زیاته کړه: د پاکستان فوځ؛ له دا شان لانجو سره د مقابلې لپاره ضروری اقدامات غوره کړی دی. هند او پاکستان؛ په ۱۹۴۷ م کال کی د خپلواکۍ له وخت څخه، له مختلفو مناقشو او لانجو سره لاس ګریوان پاتی شوی دی؛ چی ډیر مهم یی د کشمیر د مالکیت په سر اختلاف دئ، چی دوې ځلې یی د هغه په سر جګړه هم کړې ده. مګر په وروستیو کلونو کی د ټروریزم مسئله هم، د دؤو لورو په اختلافاتو باندی زیاته شوې ده، او هغوی له ټروریزم څخه په ملاتړ باندی د یو او بل په تورنولو سره، پخپلو کی د تفاهم او خبرو اترو د هر ډول زمینې د برابریدو په وړاندی خنډ ګرځیدلی دی. پداسی حال کی چی تر اوسه لا د نوی ډیلی او اسلام آباد، پخوانی اختلافات حل شوی نه دی؛ د چین او پاکستان د اقتصادی کریډور موضوع هم، د دواړو لورو په اختلافاتو باندی زیاته شوې ده، چی کولای شی له پخوا څخه په زیاته اندازه کړکیچ زیږونکې اوسی. ځکه چی په پخوانیو مواردو کی؛ اختلافات دوه اړخیز او یواځی د هند او پاکستان ترمنځ ؤو، لیکن اوس چین هم اختلافاتو ته راکښ شوئ دئ. په تیره بیا دا چی، چین او هند؛ هم ځمکنۍ اختلافات لری، او هم په آسیا کی دوه اټمی رقیبان دی، او له امریکا او صهیونیسټی رژیم سره د هند مخ په زیاتیدو اړیکی، د بیجینګ حکومت له پخوا څخه په زیاته اندازه؛ د واشنګټن له  خوا د چین د کلابندۍ په کړۍ باندی د هند د بدلیدو په هکله اندیښمنوی.

له همدی کبله؛ پدی وروستیو کی چین او هند د سیکیم په شمول، د اختلاف وړ سرحدی سیمو ته د لښکرکشۍ په کولو سره، یو او بل پخپلې خاورې باندی په تیری کولو تورن کړ. په چین او پاکستان باندی د هند ډیر مهم اعتراض او اختلاف، د کشمیر له ځینو سیمو څخه  د وریښمو د نوې لارې، یا د هماغه یوې لارې او یو کمربند طرحې د یوې برخې تیریدل دی؛ چی هند هغه په ځان پوری متعلق ګنی. له همدی کبله نوی ډیلی، د ملی حاکمیت حق ته د احترام کولو لپاره له چین څخه د غوښتنی په کولو سره، د وریښمو د نوې لارې د مسیر د بدلیدو غوښتنه کړې ده؛ چی د چین او پاکستان اقتصادی کریډور هم د هغې یوه برخه ده. په پکینګ کی د یوې لارې- یو کمربند په غونډه کی د هند ګډون نه کولو؛ وښودل چی نوئ ډیلی د دغې لارې د تیریدو په هکله اعتراض لری. دا پدی معنا ده چی د هند اعتراض نه یواځی کولای شی له چین او پاکستان سره د نوې مناقشې سبب شی، بلکه کولای شی په سیمه کی د اسلام آباد او پکینګ د اقتصادی پلانونو او طرحو اجرا کیدل له کړکیچ او مشکل سره مخامخ کړی. له همدی کبله پدی وروستیو کی د چین دولت د هند او پاکستان ترمنځ، د کشمیر د کړکیچ له حل سره د مرستې لپاره، د منځګړتیا وړاندیز وکړ، چی د نوی ډیلی له خوا رد شو. ویل کیږی چی اسلام آباد هم د چین او پاکستان د کریډور په طرح کی د هند د برخه اخیستو غوښتنه کړې ده؛ ترڅو دغه طرح له هند سره د دغه هیواد د اختلافاتو د هوارۍ لپاره په یو فرصت باندی بدل شی.

د اقتصادی کریډور په چوکاټ کی د چین او پاکستان په اقتصادی همکاریو باندی د هند اعتراض، وروسته له دې څخه زیاتوالئ وموند، چی د هند د پوځ مشر«بی پین راوات» خبردارئ ورکړ:« د دغه هیواد پوځی ځواکونه، له پاکستان او چین سره د ګڼو او د سره جوختو جنګونو لپاره د بشپړ تیارسی په حال کی دی. سره له دې حاله؛ هند له پکینګ او اسلام آباد سره د جګړې له کیدو او د لانجې له زیاتیدو څخه د مخنیوی کولو لپاره، یو لړ حل لارې پخپله اجنډا کی را وستی دی.»

په هر حال؛ د اختلافاتو او لانجو د حلولو د زمینې په توګه؛ د اقتصادی همکاریو پراختیا، په نړیواله کچه مطرح ده، او د پاکستان او چین اقتصادی کریډور هم، کولای شی د سیمه ایزې همکارۍ د زمینې په توګه، ګواښونه په فرصت بدل کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here