کرزي: امريکه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه له خلقو څخه قرباني اخلي

0
40 views

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز او روزګان کې د امریکائي ځواکونو بمباري په کلکه وغندلې.

نوموړي وویل: «دغه بمبارۍ چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې زمونږ له خلقو قرباني اخلي او زموږ د ښوونځيو او کورونو د ویجاړېدو سبب ګرځي ستر بشري جنایت او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل بولم او په شدیدو الفاظو یې تقبيح كوم».

د کرزي یادې څرګندونې په یوه خبرپاڼه کښې د نوموړي پر فیسبوک پاڼه نشر شوې چې پکښي  ويلي دي: « حامد کرزی د لوی خداے له درباره د دغو غميزناکو پېښو شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او  زخمیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي».

طالب ډلې هم د يوې بيانيې په جاري کولو سره ويلي دي چې د جينکو په ښونځي باندې د امريکې په حمله کښې زیاتو خلقو مرګ ژوبله رسېدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here