امريکائي ليکوال: له ترهه ګرۍ سره د امريکائي حکومت د مبارزې شعار دروغ او دهوکه ده

0
8 views

د امریکې یو مورخ او لیکوال ډانیّل چارډ نن له ایرنا خبری آژانس سره په مرکه کښې د امریکې د حکومت له خوا له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د شعار پورته کول په دوکه بللو سره ووئیل سپینه ماڼۍ دترهه ګرو ډلو اصلی ملاتړې ده .

د امریکې دغه تکړه لیکوال  زیاته کړه ،  امریکا  له سعودي څخه چې  د ۲۰۰۱کال دستمبر په یولسمه نیټه  په ترهه ګرو حملو کښې   يې غوره رول لوبولے ،  ملاتړ کوی او  د منافقینو  ډلګۍ يې   د ترهه ګرو ډلو له لیسټه  ویستلې ده .

 د دغه امریکائی لیکوال په  وینا، سره له دې چې  د امريکې ولسمشر  ډونالډ ټرمپ  ژمنه کړې ده ،  چې له ترهه ګرۍ سره مقابله کوی د شکنجې  او تاؤتریخجنو رودو   دکارولو له وړاندیز  او ځپنې پرته  بل هیڅ مشخصه پاليسي نه لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here