دوشنبه, اکتوبر 23, 2017
Home Blog

طالبانو په افغانستان کښې د داعش څو سرغنه اعدام کړل

طالب ډلې د افغانستان په فاریاب ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې یوشمیرلوړ ربته سرغنه نیولي او بیا یې اعدام کړي دي. طالبانو نن په یوه خبرپاڼه کښې اعلان کړی چې د دغې ډلې غړو په فاریاب ولایت کښې د آغا جلیل په شمول د داعش پنځه جګ پوړي مشران نیولي او بیا یې وژلي دي. خبر زیاتوي چې د داعش...

حېدرالعبادي د موصل آزادي په رسمي توګه اعلان کړه

د عراق وزیراعظم او د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو لوې قومندان د موصل آزاد شوي ښار ته په تګ سره عراقي ولس او مبارزانو ته د دې سترې بریا مبارکي وویله. د العراقیه ټي وي چینل د خبر له مخې حیدر العبادي نن مازیګر د بغداد د شمال په څلور نیم سوه کیلومیټرۍ کښې موصل ښار ته لاړ...

اردوغان په سوریې کښې د کردو ډلو په خلاف د عملیاتو د بیا شروع کولو خبردارے ورکړ

د ترکیې ولسمشر د دغه هېواد له پولو سره نزدې د وروستیو نښتو په بهانې سره وویل ‎، د دغه هېواد فوځ له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د سوریې د شمال په عفرین کرد مېشته سېمه کښې عملیات په خپله اېجنډا کښې راولی. د فرانس پرېس د رپوټ له مخې په داسې حال کښې چې په دې وروستیو کښې...

راشد الغنوشي: د اسلام په خلاف د دهشتګردۍ، ډالرو او صهيونېزم جنګ روان دے

د تيونس د اسلامي غورځنګ مشر راشدالغنوشي تاکيد وکړ چې د قطر بحران ثابته کړه چې په اسلامي نړۍ کښې جنګ له مسلمانانو سره د مسلمانانو او له سني سره د شيعه جنګ نه دے بلکه د ترهه ګرۍ، ډالرو، تکفير او صهيونېزم جنګ د اسلام په خلاف دے. د جنیوا د بشری حقوقو او ډېموکرېسۍ مرکز، په پېرس کښې...

پاکستانی پولیسو له یوه افغان سره ۲۳ پاسپورتونه نیولی

د اسلام اباد نړیوال هوائی ډګر پولیسو له یوه افغان ښاریزه چې له اسلام اباده کابل ته روان ؤ، ۲۳ پاسپورتونه نېولی دی. د پاکستان پائېتخت اسلام اباد هوایی ډګر مسوولینو ویلی چې پر دغو پاسپورتونو چې  د جاپان ویزې لګیدلې دی ۲۲ یې د افغان چارواکو او ۱ یې هم د عام افغان دے. راپور زیاته کړې چې عظیم الله...

په جرمنی کې لسګونه پولیس او مظاهرچيان ژوبل شول

د جرمنی په همبورګ ښار کې نن (جمعه) د شلو لویو صنعتی هېوادونو (جی – ۲) تر سرمشریزې مخکې په احتجاج کې لسګونه پولیس او مظاهره کوونکی ژوبل شوی دی. سلګونه مخپټی مظاهره کوونکی په ښار کې د سرمایه دارانه نظام پر ضد په احتجاج ؤو، او نښتې هغه وخت وشوې چې دوی پر پولیسو بوتلونه وویشتل، او هغوی بیا...

په اروزګان کې ١٨ طالبان وژل شوي

د اروزګان امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې د هوايي بريد په ترڅ کې د يوه طالب قوماندان په ګډون ١٨ وسله وال وژل شوي دي. د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د پوليسو د لومړي کنډک قوماندان دویم څارن زين الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد تېره شپه د ترينکوټ اړوند په...

په کندوز کښې سخته جګړه روانه ده

په کندوز کښې د طالب ډلې او افغان ځواکونو ترمېنځ سخته نښته روان ده د کندوز ولایت په مرکز کې له تیرو څو ورځو راهیسي جګړې په شدت سره روانې دي چې طالبان او دولتي ځواکونه دواړه لوري په کښي د پرمختګ ادعاوي کوي. طالبانو په تیرو ورځو کې وویل چې د هغو چورلکو څخه یې یوه په نښه کړې چې...

نواز شريف: د مخالفانو تر دباو لاندې به استعفا ورنکړي

نوازشریف وويل:د پاکستان خلقو د پینځو کالو لپاره د هغه دولت ته رای ورکړې ده چې وارمخکښی انتخابات به ترسره نه شی. د استعفا لپاره د خپلو مخالفانو له غوښتنې سره د مقابلې لپاره د نوازشریف څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان پرون په اسلام آباد کښې وویل:ډیر ژر به نوازشریف...

جنرل عبدالرشید دوستم افغانستان ته ستنیږی

افغان سرچینو په نیژدی راتلونکی کښې کابل ته د افغان اولسمشر د لومړی مرستیال د ورتګ خبر ورکړ د افغان ولسمشر وړومبے مرستیال عبدالرشید دوستم دوه میاشتې وړاندې پرې د قضائی تورونو په مطرح کیدا پسې ترکیې ته تللی خو وییلی یې چې په ترکیی کښې استوګنه به یې موقته وی. ویل کیږی افغانستان ته د دوستم احتمالی ستنیدا استانبول ته...

پاکستان د کشمير په اړه د آيت الله خامنه اي د خبرو هرکلے وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د کشمیر د مسلمانانو په اړه د ایران د اسلامی انقلاب د  رهبرله وروستیو بیاناتو څخه هرکلے وکړ. نفیس زکریا په خپله اونیزه اخباری ناسته کښې د میانمار، بحرېن او کشمیر د مسلمانانو په شمول د نړۍ له مسلمانانو څخه د ملاتړ په باره کښې د ایران د اسلامی انقلاب درهبر د...

د ستمبر د 11 نېټې لپاره په امريکه کښې د ترهه ګرو ځاے پرځاے کولو کښې د سعودي د رول افشاء

د قطر سفير په امريکه له سېنېټر جان کورنين سره د کتنې ترڅنګه د فارن پاليسي له خبريال سره په مرکه کښې وويل: سعودي او اماراتي ښاريزو او سفارتکارو د ستمبر د 11 نېټې په پېښه کښې نېغ په نېغه رول لرلے دے.  د قطر سفير په دغه مرکه کښې وويل: «سعودي د عربو هېوادونو ترمېنځ د افراطي تفکر مشري...

يونيسېف: اسرائیل په بیت المقدس د مالکییت حق نه لري

د ملګرو ملتو روزنیز، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) تاکيد وکړ: صهیونیسټ رژيم په بیت المقدس د مالکیت هيڅ حق نه لري. يونيسکو بیګا په یو پریکړه لیک کښې په دې ټکي په پخلي سره چې اسرائیل پر بیت المقدس هیڅ مالکیت نه لري، په نیواکي قدس کښې د دغه رژيم کیندنې وغندلې. د قدس مقدس ښار له ۱۹۶۷ کال راهیسې...

افغان ولسي جرګې د امريكې د خپل سرو فېصلو په اړه ردعمل وښود ولسي جرګه وايي، امريكا بايد افغانانو، د افغانستان حكومت او قانون ته درناوے وكړي او...

ولسي جرګه وايي، امريكا بايد افغانانو، د افغانستان حكومت او قانون ته درناوے وكړي او په وينا يې د افغانانو له مشورې پرته دغه هېواد ته د نورو سرتېرو د لېږلو په اړه څرګندونې ونه كړي. د ولسي جرګې يو شمېر غړو افغانستان ته د اضافي امريكايي سرتېرو لېږل روانې جګړې ته لمن وهل وبلل او زياته يې كړه، چې...

په امریکه کښې د ډزو له کبله ۲۷ کسان ووژل شول

له امريکې نه د يو رپوټ له مخې په دغه هېواد کښې کښې د وسلوالو تاؤتریخوالو احصایو د ثبت مرکز د یوې خبرتيا په خپرولو سره د امريکې په بیلابیلو ایالتونو کښې په تېرو ۲۴ساعتونو کښې د ډزو تقريباً دوه شپېته موردونه رامنځته شوي دۍ چې په نتیجه کښې يې لږترلږه اويشت کسان وژل شوي او يو څلویښت نور...

د سعودي او اسرائيلو دوستي

د سعودي او اسرائيلو دوستي  

امريکائي ليکوال: له ترهه ګرۍ سره د امريکائي حکومت د مبارزې شعار دروغ او دهوکه ده

د امریکې یو مورخ او لیکوال ډانیّل چارډ نن له ایرنا خبری آژانس سره په مرکه کښې د امریکې د حکومت له خوا له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د شعار پورته کول په دوکه بللو سره ووئیل سپینه ماڼۍ دترهه ګرو ډلو اصلی ملاتړې ده . د امریکې دغه تکړه لیکوال  زیاته کړه ،  امریکا  له سعودي څخه چې ...

د قطر امير د عراق وزيراعظم ته د موصل د آزادۍ په مناسبت مبارکي وويله او عراق څخه ملاتړ يې اعلان کړ

د قطر امیر بیګا د عراق له وزیراعظم حیدر العبادي سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دغه هیواد حکومت او ولس ته د داعش ترهګرې ډلې له نیواکه د موصل د آزادۍ مبارکي وویله او له عراقه ملاتړ ته یې د خپل هیواد په چمتووالي ټینګار وکړ. تمیم بن حمد آل ثاني څرګنده کړه چې دغه بریا د عراقي ځواکونو...

په افغانستان کښې د طالب ډلې په لاس د عامه خلقو وژله

د افغانستان د فراه ولایت د پولیسو قوماندان په دغه سیمه کښې د طالب ډلې لخوا د عامه خلقو د وژلې خبر ورکړ. ګلبهار مجاهد نن د طالب ځواکونو لخوا د دغه ولایت په ځینو سیمو کښې په ډزو سره د عامه خلقو د وژلې د خبر په ورکولو سره وویل: دغه ډله په داسې اقداماتو سره کوشش کوی چې...

په هند باندی د پاکستان د فوځ تور

د پاکستان فوځ لوے درستیز، هند په دي تورن کړ چی د چین او پاکستان د اقتصادی کریډور پروژې ته د زیان رسولو هڅه کوی. جنرل«زبیر محمود حیات» د پاکستان په جنوب کښې د سند صوبې په مرکز(کراچۍ ښار) کی ادعا وکړه؛ د هند د استخباراتو سازمان«راء» پدی لټه کی دئ، چی د «سی پک» په نامه د چین او...

نامتو افغان دینی عالم د عراق حکومت او ملت ته په موصل کښې د داعش په ماتې مبارکی وویله

د افغانستان ستر شیعه دینی عالم آیت الله محسنی په موصل کی د عراق ځواک بریالیتوب او د داعش تکفیری ډلی د ماتی په اړه د یو پیغام په ترڅ کی د دغه هیواد وزیراعظم او د عراق خلقو ته د دغه کامیابۍ مبارکی وویله. آیت الله محسنی په خپل  پیغام  کښې وویل له تروریسټی داعش ظالمې ډلې څخه د...

نيتنیاهو د مسجدالاقصی د بندولو په حقله له خپل حکم څخه په شاتګ مجبور شو

د صهیونیسټ رژيم وزیراعظم بیګا د نیواکي ټاټوبي دننه او بهر له پراخو اعتراضونو سره له مخامخیدو وروسته، د مسجدالاقصی د ورونو د تړلو په حقله له خپل صادر کړي شوي حکم څخه شاتګ ته مجبور شو. د قدس نیواکګرو ځواکونو له تیرې جمعې څخه د بنیامین نتانیاهو په حکم د نمونځ کونکو او دیدن کونکو لپاره د مسجدالاقصی ورونه...

د هند مسلمانانو د آل سعود او افراطي وهابیانو په خلاف مظاهرې وکړې

د هند په سلګونو سنی او شیعه مسلمانانو په نوی ډیلی کښې د مظاهرو په کولو سره د وهابیانو لخوا د مدینې منورې په جنت البقیع کښې د امامانو او نورو بزرګانو د مزارونو ویجاړول وغندل. د هند مسلمانو مظاهرچیانو نن له ماسپښینه وروسته د مرده باد آل سعود او مرده باد دهشتګرد د نعرو په وهلو سره د جنت...

کرزي: امريکه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه له خلقو څخه قرباني اخلي

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز او روزګان کې د امریکائي ځواکونو بمباري په کلکه وغندلې. نوموړي وویل: «دغه بمبارۍ چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې زمونږ له خلقو قرباني اخلي او زموږ د ښوونځيو او کورونو د ویجاړېدو سبب ګرځي ستر بشري جنایت او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل بولم او په...

په فراه ولايت کښې د طالب ډلې لخوا د عامه خلقو وژله

د افغانستان د فراه ولايت د پوليسو قوماندان په دغه سيمه کښې د طالب ډلې لخوا د عامه خلقو د وژلې خبر ورکړ. ګلبهار مجاهد نن د طالب ځواکونو لخوا د دغه ولايت په ځينو سيمو کښې په ډزو سره د عامه خلقو د وژلې د خبر په ورکولو سره وويل: دغه ډله په داسې اقداماتو سره کوشش کوي چې...
کابل
clear sky
19.5 ° C
20 °
19 °
94%
1.5kmh
0%
پنجشنبه
26 °
جمعه
21 °
شنبه
25 °
یکشنبه
24 °
دوشنبه
21 °